د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایټالیا رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد حکومت پریکړه کړې چې ۷۰۰ افغان کډوال ایټالیا ته انتقال کړي.
د ایټالوي رسنیو د راپورونو له مخې، د “سانټ ایګیډیو ټولنې” سازمان او د ایټالوي وزارتونو ترمنځ د “بشردوستانه دهلیز” نوی تړون به دې هیواد ته د سلګونو افغان کډوالو د لیږدولو لپاره ځای چمتو کړي.
دا لیږد به په شاوخوا دریو میاشتو کې بشپړ شي.
د دې تړون له مخې، تر اوسه پورې ۳۳۸ کډوالو ته اجازه ورکړل شوې ده چې ایټالیا ته ننوځي، او د دې نوي تړون په پلي کیدو سره به د جولای تر میاشتې پورې ۳۶۲ نور کډوال هم دغه هیواد ته راشي.
دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې زرګونه افغان کډوال د طالبانو له واکمنۍ وروسته ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي او د بې ثباتۍ او بې ځایه کیدو په شرایطو کې ژوند کوي.