د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مشر علي رضا بیگدلي په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې ایران د ښه ګاونډیتوب د پالیسۍ پر بنسټ هڅه کوي چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي. هغه ټینګار وکړ چې د اقتصادي اړیکو پراختیا د ایران له لومړیتوبونو څخه ده، او په تیرو ۹ میاشتو کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ له ۲ ملیارد ډالرو څخه ډیرې سوداګریزې تبادلې شوي دي. بیگدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او کلتوري اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د ایران اقدامات هم اعلان کړل او ټینګار یې وکړ چې ایران تل په دې برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

- 46
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=120011
- کې خپور شو 1:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 120011
- February 9, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=120011
- کې خپور شو 1:03 ب.ظ
- د خبر شمیره 120011
- February 9, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



