ایران له افغانستان سره د سپورټي همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه

دنیامالي، د افغانستان لپاره د ایران له سرپرست سفیر او د ایران له سرقونسل سره په یوه لیدنه کې، له افغانستان سره د قهرماني او عامه سپورټونو په برخه کې د پراخو همکاریو د ترسره کولو چمتووالی اعلان کړی دی.
ایران له افغانستان سره د سپورټي همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د ورزش او ځوانانو وزیر دنیامالي په دې لیدنه کې چې له علیرضا بیکدلي، په کابل کې د ایران له سرپرست سفیر، او په هرات کې له سرقونسل سره ترسره سوه، د افغانستان سره د قهرماني او عامه سپورټونو په برخه کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه. په دې لیدنه کې چې د دواړو هېوادونو د لا زیاتو همکاریو د لارو چارو د ارزونې لپاره ترسره سوه، دنیامالي ټینګار وکړ چې ایران چمتو دی خپلې تجربې د افغانستان سره په بېلابېلو سپورټي برخو کې شریکې کړي او د دواړو هېوادونو د ورزشکارانو د ګډ ګډون زمینه په سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې برابره کړي. علیرضا بیکدلي هم د ایران او افغانستان ترمنځ د سپورټي ډیپلوماسۍ د وده کوونکي بهیر په یادولو سره، د سپورټي پلاوو د تبادلې او د ګډو تمریني کمپونو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل چې د سپورټي همکاریو پیاوړتیا کولای سي د دواړو هېوادونو د خلکو د لا نږدې کېدو لامل سي او د فرهنګي اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان ځینې ورزشي فدراسیونونو په وروستیو میاشتو کې د تخنیکي او روزنیز ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ته مخه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه