د معمار پرس د خبر له مخې؛ ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د حوت ۲۰مه) راپور ورکړ چې د ایران د سړکونو د سازمان د نړیوال ترانسپورت د دفتر مشر جواد هدایتي له طالب چارواکو سره د دغه سند د محتوا په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخندزاده او د ایران د اسلامي جمهوریت یوه پلاوي څو ورځې وړاندې په کابل کې سره وکتل او د یوه نړیوال سړک د جوړولو په برخه کې یې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې. د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت تر اوسه د دې هوکړې جزیات نه دي خپاره کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7950
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7950
منتشر شده در ۱۲:۲۰ - حوت ۲۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email