د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران سفارت په کابل کې د قوس په ۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مېرمن جلیلي مقدم، د جهاد کرنې وزارت معینه او د ایران د نباتاتو د ساتنې سازمان مشره، د خپل سفر پر مهال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې له غړو سره لیدلي دي. مېرمن مقدم ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت لیدلوری دا دی چې له افغانستان سره به «اوږدمهاله او دوامدار» همکاری ولري او تهران هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
هغې ټینګار کړی چې د ایران د جهاد کرنې وزارت د دواړو هېوادونو د کرنې، مالدارۍ او کبانروزۍ په سکتورونو کې د سوداګرانو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو او «اسانه تجارت» ملاتړ کوي. د هغې په وینا، د قرنطین او نباتاتو د ساتنې په برخه کې د افغانستان او ایران د همکاریو تړون به افغانستان ته د ایران د کرنې وزیر د سفر پر مهال بشپړ او لاسلیک سي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې غړو په دې لیدنه کې غوښتنه کړې چې د کرنیزو محصولاتو او وچو مېوو د لېږد بهیر چټک سي او د ایران په بندرونو او پولو کې د درېدلو وخت راکم کړل سي. په همدې مهال، په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست ویلي چې د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو له امله، هغه ایراني شرکتونه چې د کانسنتراټ او میوو اوبو په برخه کې فعالیت لري، د افغانستان د مېوو بازار ته به تر پخوا ډېر پام وکړي.



