د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي د کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره په خپل خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چی په ایران کې مهاجر فوبیا او په افغانستان کې د ایران فوبیا سمه نه ده ځکه دا مسله د دواړو هیوادونو په ګټه نه ده. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دغه خبري غونډه کښې په ایران کښې د مهاجر فوبیا د څپې او په افغانستان کښې د ایران فوبیا د رامینځته کیدو هر ډول هڅه په کلکه رد کړه. هغه ایران ته په ناقانونه توګه د ننوتو په هڅه کې د افغانانو د وژل کېدو په اړه وروستي اوازې رد کړې او د ایران او افغانستان د دوستانه او وروڼو اړیکو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105747
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 105747
منتشر شده در 3:21 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email