ایران: د طالبانو په رسمیت پیژندل یوه حاکمیتي او سیاسي پرېکړه ده

اسماعیل بقایی، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ویلي دي چې د افغانستان د سرپرست حکومت «طالبانو» د رسمیت پیژندل یوه حاکمیتي او سیاسي موضوع ګڼل کېږي.
ایران: د طالبانو په رسمیت پیژندل یوه حاکمیتي او سیاسي پرېکړه ده

اسماعیل بقایی، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ویلي دي چې د افغانستان د سرپرست حکومت «طالبانو» د رسمیت پیژندل یوه حاکمیتي او سیاسي موضوع ګڼل کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ (۴ حوت) په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان د حکومت په رسمیت پیژندنه یوه حاکمیتي او سیاسي موضوع ده، او هر کله چې وروستۍ پایلې ترلاسه سي، خبر به ورکړل سي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست د څرګندونو په اړه، چې د تهران د طالبانو د رسمیت پېژندلو پرېکړې په اړه وې، وویل: «زموږ اړیکې له افغانستان سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ جوړې سوي دي.»

نوموړي ویلي دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ کلتوري، تمدني او مذهبي اړیکې بیان یا ټینګار ته اړتیا نه لري. سربېره پر دې، د جغرافيي له مخې ګډې اندېښنې شتون لري چې باید د یو بل په مرسته ورسره مبارزه وسي، لکه د پوله‌ایزو ناامنیو، د مخدره توکو قاچاق او نورې ګډې مسئلې.

بقایی زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې او تعاملات په ښه کچه روان دي. یاده موضوع له ډېر وخت راهیسې مطرح سوې ده او په ماهیت کې یوه حاکمیتي او سیاسي موضوع ده. هر کله چې وروستۍ پایلې ترلاسه سي، هرومرو د بهرنیو چارو وزارت له لارې خبر ورکول کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x