د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ننګرهار والي مرستیال مولوي سعید احمد بنوري په جلال اباد ښار کې د ایران د کونسلګرۍ له مرستیال بهرام جمال سره وکتل. دوی د ویزې اسانتیاو او د خاتم النبیین د شکرې د تشخیص د کلینیک د تجهیزاتو په اړه خبرې وکړې. بنوري په راتلونکي کې د شکر ناروغۍ د تشخیص کلینیک بل مناسب ځای ته د لیږدولو غوښتنه وکړه او د ایران سفارت څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي. د ايران مرستيال قونسل جمال د بنوري وړانديزونه تاييد کړل او ژمنه يې وکړه چې د خاتم النبين د کلينيک او نورو برخو په تجهيز کې به همکاري کوي.
ایران: د خاتم النبیین د شکرې د کلینیک په سمبالولو کې همکاري کوو
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6670
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 6670
منتشر شده در ۱۴:۵۵ - عقرب ۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email