اسماعیل بقایي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د ترسره کېدو لپاره د همغږۍ د پروسې په اړه توضیحات ورکړي دي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د همغږۍ د پروسې په اړه د جمهور رئیس د لارښوونې پر بنسټ وویل: د څو ورځو په اوږدو کې د مذاکراتو د ترسره کېدو پلان جوړ سوی او د خبرو اترو د ځای ټاکلو لپاره مشورې روانې دي، چې کله بشپړې سي، خبر به ورکړل سي.
بقایي د هغو ټولو دوستانه هېوادونو څخه مننه وکړه چې د اندېښنې او ښه نیت په اساس یې هڅه کړې چې د یو ډیپلوماټیک بهیر د جوړېدو زمینه رامنځته سي. هغه څرګنده کړه: په اصل کې د مذاکراتو د ځای او وخت ټاکل یوه پېچلې موضوع نه ده او باید د رسنیو د لوبو لپاره د کوم دلیل په توګه و نه کارول سي ؛ ترکیه، عمان او ځيني نورو سیمهییزو هېوادونه د خبرو اترو د کوربه توب لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی، چې دا زموږ لپاره ډېر ارزښت لري.




