د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ملګرو ملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازی امیر سعید اروانی د ملګروملتونو سرمنشی او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کښې له دغه شورا وغوښتل چې په لبنان او ټوله سیمه کې د اسرائیلي رژیم د تروریستي یرغل او د دغه ظالم رژیم د روانو جنایتونو د مخنیوي لپاره بیړنۍ غونډه جوړه کړه. په ملګرو ملتو کښې د ایران دایمی استازی د ملګرو ملتو سرمنشی انتونیو ګوترش او د ملګرو ملتو د امنیت شورا دوره ایز مشر ساموئل زبوګار ته په یو لیک کښې ولیکل: د ایران اسلامی جمهوریت په لبنان او ټوله سیمه کښې د صهیونیسټی رژیم د ترهه ګرۍ او د دغه تودګر رژیم د پرله پسې جنایتونو د مخنیوی لپاره د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه او سیمه د یوې بشپړې کچې جګړې ته د اړولو مخه ونیسي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10713
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10713
منتشر شده در ۱۷:۴۲ - میزان ۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email