د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د اوسپنې کانونو کې د ۵ ملیارد ډالرو پانګونې لپاره د ۵ کلن تړون لاسلیک کړی دی.
دا پلان د ایران لپاره د ۱.۲ ملیارد ډالرو کلنۍ مستقیمه ګټه لري او تمه کیږي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ایران لپاره د ۳۰ ملیارد ډالرو څخه ډیره ګټه ترلاسه کړي.
ایران د افغانستان اوسپنه د هر ټن په شاوخوا ۱۰۰ ډالرو واردوي او له پروسس وروسته یې په فولادو بدلوي او په نړیوالو بازارونو کې یې په ۶۰۰ ډالرو پلوري.
دا همکاري نه یوازې له اقتصادي پلوه ګټوره ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې هم پیاوړې کوي.
تر اوسه پورې، ایران د افغانستان په کانونو کې ۲.۳ ملیارد ډالر پانګونه کړې ده.