د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، اسماعیل بقایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د افغانستان په شمال کې د تېرو شپو د زلزلې د زیانمنو کسانو سره همدردي وکړه او څرګنده یې کړه چې ایران د زیانمنو کسانو د ژغورنې او بیړنیو مرستو په بهیر کې د هر ډول مرستې کولو لپاره چمتو دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ، د عقرب ۱۲مه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره سوه، د بقایي له قوله راغلي دي چې تهران د بیړنیو مرستو د رسولو او د ژغورنې عملیاتو د ملاتړ لپاره بشپړ چمتووالی لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه شاوخوا د شپې د ۱۲:۵۹ په شاوخوا کې ۶.۳ ریشتره زلزله د بلخ او سمنګان ولایتونه ولړزول، او تر دې دمه تر ۲۰ زیات کسان وژل سوي او له ۵۳۴ زیات ټپیان سوي دي. په دې سیمو کې د ژغورنې او مرستو عملیات دوام لري، او د تلفاتو شمېر احتمالاً زیاتېږي.







