عراقچي زیاته کړې ده: «دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې نن د هغو هېوادونو د استازو په منځ کې حضور لرم چې نه یوازې د افغانستان ګاونډیان دي، بلکې د سیمې د برخلیک شریکان هم ګڼل کېږي. په دې ناسته کې ستاسو ګډون زموږ د ګډې ارادې روښانه ثبوت دی چې د سیمهییزې سولې، ثبات او سوکالۍ د پیاوړتیا لپاره کار وکړو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې په یادولو سره چې افغانستان پراخه خاوره، شریف ولس او بېساري ظرفیتونه لري، زیاته کړه چې دې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د شاوخوا سیمو ترمنځ د ارتباطي پله رول لوبولی او په اقتصادي، انساني، ترانزیټي او طبیعي برخو کې پراخ ظرفیتونه لري.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان جیو-اقتصادي موقعیت دا هېواد د مرکزي اسیا، لوېدیځې اسیا او جنوبي اسیا د ارتباطي شبکو په زړه کې ځای پر ځای کړی او له همدې امله د افغانستان ثبات او پراختیا نه یوازې یوه انساني اړتیا، بلکې د ټولې سیمې لپاره یو ستراتېژیک الزام بلل کېږي.
عراقچي په دوام کې وویل: «د تېرو څو لسیزو تجربې په څرګنده ښيي چې په افغانستان کې امنیت، پراختیا او سوکالي په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړلې ده؛ له همدې امله بېځایه نه ده که د پاکستاني فارسيژبي شاعر اقبال لاهوري په څېر ووایو چې زموږ د سیمې ګډ راتلونکی د افغانستان له راتلونکي سره تړاو لري.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت، د افغانستان د پخواني ګاونډي او د دې هېواد د خلکو د نږدې شریک په توګه، تل په سیمهییزو همکاریو کې د افغانستان پر هر اړخیز ادغام ټینګار کړی دی.
هغه څرګنده کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت دې اصل ته ژمن دی چې سیمهییز بدلونونه او ننګونې یوازې د رغنده خبرو اترو، د ټولو هېوادونو د فعال ګډون، د متقابل درناوي د اصولو د رعایت او د سیمهییزو بومي میکانیزمونو او دوامدارو همکاریو له لارې اداره کېدای سي.




