د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن دوشنبه (د اسد ۸مه) د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت په بلنه ایران ته ولاړ. د “ارګ” له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، مولوي عبدالکبیر به د ایران د ولسمشر مسعود الکبیر د لوړې په مراسمو کې پر ګډون سربېره د دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې له یو شمېر چارواکو سره رسمي دوه اړخیزې ناستې هم ولري. اعلامیه زیاتوي: “همدارنګه به په دغه رسمي سفر کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو پر حل او د همکاریو پر پراخولو خبرې وشي.” د طالبانو د سیاسي مرستیال د اعلامیې له مخې، نوموړی به د دغه رسمي سفر په ترڅ کې د یو شمېر هېوادونو له استازو او چارواکو سره هم وګوري
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9722
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9722
منتشر شده در ۱۳:۰۲ - اسد ۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email