د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنیو اعلان کړی، چې ښاغلی دراني به د دغه سفر په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره وګوري او په افغانستان کې به د دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.
دا په دغه مقام کې له ټاکل کېدو وروسته ایران ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي لومړی سفر دی.
درانی له دې وړاندې له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې په ایران کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.