ایران او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او د فلسطین په ملاتړ ټینګار وکړ

تاکید ایران و پاکستان بر تقویت روابط دوجانبه و حمایت از فلسطین

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د مصر په پلازمېنه قاهره کې سره وکتل او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو پر پیاوړتیا او د فلسطین په ملاتړ ټینګار وکړ. د راپورونو له مخې، دا غونډه د D-8 ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۱مې غونډې په څنډه کې وشوه. دواړو جګپوړو سفارتي چارواكو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سياسي او اقتصادي اړيكو په زياتېدو خوښي څرګنده كړه. په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو هوکړه وکړه. همدا راز د منځني ختیځ د وضعیت په ګډون د یو شمېر مهمو سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

بیشتر بخوانید:  امریکا: له افغان ولس سره د خپلو ژمنو په سرغړونې سره طالبان له نړۍ سره د اړیکو ښه کولو فرصت له لاسه ورکوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه