د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف علي خان دراني سره وکتل او د افغانستان په اړه یې خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمې او افغانستان په پرمختګونو کښې د ایران او پاکستان د نفوذ رول ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې د دغو سلامشورو دوام به په سیمه او په تېره بیا په افغانستان کښې د لا زیاتې سولې او آرامۍ سبب شی.