د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د امنیتي مسلو او سیمه ییز وضعیت په اړه په خبرو اترو کې د نظرونو تبادله وکړه. هغه د سیمې لپاره د افغانستان اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې د هیواد وده او ثبات، په ځانګړې توګه د امنیت په برخه کې، د سیمې لپاره حیاتي دي. د تاجکستان ولسمشر هم په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې دا غونډه په ځانګړې توګه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او سایبري امنیت په برخو کې په دوه اړخیزو همکاریو متمرکزه وه.

- 46
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=117226
- کې خپور شو 5:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 117226
- January 16, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=117226
- کې خپور شو 5:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 117226
- January 16, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



