ایران او افغانستان د مالونو د ترانزیت د اسانتیا په موخه موافقې ته ورسیدل

ایران او افغانستان د مالونو د ترانزیت د اسانتیا په موخه موافقې ته ورسیدل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار محمد مهدي جوانمرد قصاب اعلان وکړ چې ایران او افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د اسانتیا په موخه نوی هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. جوانمرد قصاب وویل دغه تفاهم لیک د ټرانسپورټ او ټرانزیټ د پراختیا او همداشان د دواړو هیوادونو د مالونو په انتقال کښې د ایران او افغانستان له ظرفیتونو څخه د استفادې او د دواړو هیوادونو د صادراتی محصولاتو د بیو د کمولو په زمینه کښې دی. په لومړي ګام کې، له ټولټال ۲۴۵ ډالرو څخه ۷۰ ډالر د توکو د لیږد لګښت لپاره ترلاسه شوي چې د ایران په ګمرکونو کې کم شوي. جوانمرد قصاب وویل، راتلونکې اونۍ افغانستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د سړکونو د وزارت د سفر په ترڅ کې د شوې هوکړې د بیا کتنې په ترڅ کې به د ټرانزیټي وسایطو څخه د ترلاسه شویو عایداتو د کمولو لپاره اقدام وشي.

بیشتر بخوانید:  د ریاست الوزرا اداري مرستیال د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د دغه وزارت اړوند مسایل وارزول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x