د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په کابل کې د ایران اسلامی جمهوریت سفارت اعلان کړی چې د شنبې په ورځ، د قوس لومړۍ نېټه، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې ترمنځ د همکاریو تفاهملیک لاسلیک سوی دی. د ایران سفارت وايي چې د دې تفاهملیک لاسلیک کول به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د پراخې او اغېزمنې همکارۍ سبب سي او د ګډو اقتصادي فعالیتونو زمینه به پیاوړې کړي. د دې تړون له مخې، همکاري به په سوداګرۍ، پانګونې او د خصوصي سکتور په فعالیتونو کې لا زیاته پراختیا ومومي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکیچونه راولاړ سوي او طالبان هڅې کوي چې خپلې سوداګریزې اړیکې له نورو هېوادونو سره پراخې کړي. ددې تړون ترڅنګ، د افغانستان، ایران او اوزبیکستان ګډه سوداګریزه خونه هم رامنځته سوې ده. سعید پورآبادي، چې په ایران کې د دې نهاد مسؤول دی، ویلي چې موخه یې د خراسان شمالي اقتصادي تبادلې له افغانستان او اوزبیکستان سره زیاتول دي.
دا په داسې حال کې ده چې نورالدین عزیزي، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، تېره اونۍ ایران ته سفر کړی وو او وروسته یې نوې ډهلی ته سفر وکړ، څو د چابهار بندر له لارې هند ته د افغانستان سوداګرۍ د انتقال په اړه خبرې وکړي. له دې مخکې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تازه پوځي او دیپلوماتیکو شخړو له امله د دواړو لورو ترمنځ سوداګري په ټپه ولاړه ده او طالبانو له سوداګرو غوښتي چې په درې میاشتو کې د پاکستان د سوداګرۍ د بدیلو لارې په لټه کې سي.



