د معمار پرس د خبر له مخې؛ په بلوچستان کې د ایران د CGCI نړیوال شرکت مشر عزیز دراني د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم له وزیر شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې د افغانستان د تېلو په سکتور کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې. د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو په زېرمو کې د پانګونې پر فرصتونو، په افغانستان کې د مناسب زمینه او ملي امنيت د تامين په اړه بحث او خبرې وکړې. اعلامیه زیاتوي چې د ایراني شرکت رئیس د خپل شرکت د فعالیتونو په اړه د توضیحاتو په ورکولو سره د تېلو په برخه کې د پانګونې او په افغانستان کې د یوې معیاري تصفیې د جوړولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه. دلاور د دغه وړانديز د هرکلي په ترڅ کې ياد شوي شرکت ته د لازمو همکاريو او د اسانتياوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ.

- 50
- کې خپور شو 6:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 8913
- June 3, 2024
- کې خپور شو 6:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 8913
- June 3, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 18:45 - June 3, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8913
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
17 ساعتونه پیش


افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي
18 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments