ایت الله خامنه ای: د حزب الله ملاتړ په ټولو مسلمانانو فرض دی

ایت الله خامنه ای: د حزب الله ملاتړ په ټولو مسلمانانو فرض دی

د ایران د اسلامی جمهوریت مشر ایت الله خامنه ای په لبنان کښې د وروستیو پیښو په باره کښې په یو پیغام کښې وویل په سیمه کښې د مقاومت ټول قوتونه له حزب الله سره دی او ملاتړ یې کوی. ایت الله خامنه ای په دوام کې وویل چې د دې سیمې برخلیک به د مقاومت ځواکونه تصمیم نیسي او په سر کې به یې حزب الله وي. د ایت الله خامنه اي په پیغام کې راغلي دي: په لبنان کې د بې دفاع خلکو وژلو یو ځل بیا د صهیونیسټي لیوني سپي وحشت ټولو ته څرګند کړ او د غاصب رژیم د مشرانو بې غوري او احمقانه سیاست یې ثابت کړ. دصهیونیسټ رژیم ترهه ګرې ډلې په غزې کښې له خپل یو کلن جنایتکارانه جنګه درس نه دی اخیستی او په دې نه دی پوه شوی چې د ښځو، ماشومانو او ملکی خلکو ډله ایزه وژله د مقاومت د سازمان په پیاوړی جوړښت اغیزه نه شی کولای او هغه له مینځه وړی. اوس دوی په لبنان کې د ورته احمقانه سیاست هڅه کوي. د سیمې ټول مقاومتي ځواکونه له حزب الله سره دي او ملاتړ یې کوي. د دې سیمې برخلیک به د مقاومت ځواکونه تصمیم نیسي او په سر کې به یې حزب الله وي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x