اپستین، د هلمند د لوټ نقشه او د طالبانو تاریخي مسؤلیت

اپستین، د هلمند د لوټ نقشه او د طالبانو تاریخي مسؤلیت

د بریتانیا د پاچا ورور، اندرو مونتباتن وینزر، له خوا جفري اپستین ته د هلمند د پانګونې د فرصتونو په اړه د یوه پټ برېښنالیک خپرېدو یو تریخ حقیقت څرګند کړ: د افغانستان د ملت دښمنان یوازې د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د واک په تړلو خونو کې هم زموږ د هېواد د زېرمو د لوټ پلانونه جوړوي.
د کیسې په بل لوري کې، د جمهوریت واکمنان له دې بنسټیز ګواښ څخه بې‌پروا، په توکمپالنه، اداري فساد او د واک د څوکۍ په ساتلو بوخت وو.

د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې هلمند د جګړې په اور کې سوځېده؛ خو په لندن او نیویارک کې شهزادګان او فاسد شتمن کسان د افغانستان پر کانیزو نقشو کرښې راکاږلې. اندرو مونتباتن وینزر، د بریتانیا د پاچا ورور، په یوه پټ برېښنالیک کې د هلمند د «پانګونې وړتیاوو» راپور جفري اپستین ته ولېږه؛ هغه سړی چې وروسته څرګنده سوه د نړۍ د تر ټولو سترو جنسي او جنایي شبکو له مخکښو څېرو څخه و.

اپستین ته هېڅکله دا فرصت ورنه رسېد چې افغانستان ته پښه کښېږدي؛ خو دا وېروونکې پوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده:

که د دې جنایتکار ناپاکه پښه افغانستان ته رسېدلې وای، نو د افغانستان پر خلکو، او په ځانګړي ډول د هلمند پر زېرمو او اوسېدونکو به څه تېر سوي وای؟

ځواب یې د هغو هېوادونو په برخلیک کې لیدلای سو چې د داسې تړونونو خوند یې څکلی دی: منظم لوټ، ریښه‌لرونکی فساد، او هغه ولسونه چې له خپلو شتمنیو بې‌خبره، په بېوزلۍ کې لاس او پښې وهي. خو هغه څه چې دا اټکل به یې لا ستره غمیزه ګرځولې وای، نه د اپستین شتون یا نشتون و، بلکې هغه زمینه وه چې په خپله افغانستان کې برابره سوې وه.

د جمهوریت واکمنان نه یوازې د دې لوټ لپاره د فضا په برابرولو بوخت وو، بلکې د هغه په ونډه اخیستلو کې یې هم یو له بل سره سیالي کوله.

جفري اپستین یوازې یو شتمن سړی نه و؛ هغه د ناروا شتمنۍ، سیاسي واک او منظم جرم د نښلونې نښه وه. اندرو مونتباتن وینزر چې کوم برېښنالیک هغه ته لېږلی و، ښایي چې هلمند د «لوړ ارزښت لرونکي سوداګریز فرصت» په توګه پېژندل سوی و؛ داسې فرصت چې سره زر، یورانیم، توریم، ایریدیوم، مرمر، تېل او ګاز یې درلودل.
که اپستین او د هغه په څېر کسان افغانستان ته داخل سوي وای.

د افغانستان کانونه به د پټو تړونونو او بې له سیالۍ داوطلبۍ، تش په نوم شرکتونو ته سپارل کېدل، او د زېرمو ګټه به د کارایب او اروپا بانکي حسابونو ته بهېدله. افغانستان به د پیسو سپینولو او د مالیې له تېښتې لپاره پر یوه مرکز اوښتی وای، او دا لوټ به د کورنیو چارواکو په بشپړ ملاتړ قانوني بڼه ورکول کېده.

تر ټولو دردونکې او ډارونکې خبره دا وه چې جفري اپستین، دا نړیوال د ماشومانو ښکارکوونکی، هغه کس چې تنکي انجونې یې له بېوزلو اروپایي هېوادونو، له بېوزلو امریکایي کورنیو او له جګړه ځپلو سیمو تښتولې او خپلې شخصي ټاپو ته یې لېږلې، څو د شتمنو او جنایتکارو واکمنانو د هوس ښکار سي—که د هغه ناپاکه پښه افغانستان ته رسېدلې وای، نو د هلمند، کابل او کندهار زرګونه یتیم او بې‌سرپناه ماشومان به یې همدغسې برخلیک ته سپارلي وای.د افغانستان هغه ماشومان چې د جمهوریت په چوپتیا کې وږي او بې‌سرپناه په کوڅو کې پرېښودل سوي وو، د اپستین د شبکې لپاره به اسانه ښکار وو. خدای ښه پوهېږي چې که هغه ناپاک فرصت موندلی وای څو داسې افغانستان ته ننوځي چې واکمنان یې بې‌ لیاقته او ویده وو، نو زموږ د وطن د بې‌ګناه ماشومانو پر وړاندې به څومره ډارونکي او بې‌رحمه جنایتونه ترسره سوي وای.

په هغه وخت کې به حامد کرزی، او اشرف غني احمدزي او د هغوی ډله نه یوازې د دې غمیزې ننداره کوونکي وو ، بلکې د هغې مستقیم ترسره کوونکي به بلل کېدل.

شل کاله جمهوریت په افغانستان کې، شل کاله د فرصتونو له منځه وړل وو. هغه دولت چې کولای سوای د سرچینو سم مدیریت سره افغانستان د سیمې یو له شتمنو هیوادونو باندي بدل کړي، برعکس عمل یی وکړ او هیواد یې د فقر، کرکې او کډوالۍ د تولید فابریکې ته واړاوه. د دې دورې له دولتي چارواکو څخه په دې کې زیاتره اتیا سلنه، یا غله وو او یا بې لیاقته. دوی نه د حکومتدارۍ پوهه درلوده، نه د سیاست درک، او نه د ملي غیرت او عقل یوه ذرّه.

حامد کرزي او د هغه ټیم، د یوې قومي واکمنۍ د نظام وارثان وو. کرزي هېڅکله ونه توانېد د قوم پالنې د کړۍ نه بهر سي او هیواد یې د خپلوانو د شخصي ملک په څېر اداره کاوه. او اشرف غني احمدزي؛ د خیانت بشپړ سمبول وو چې حتی له کرزي یي هم بدتر عمل وکړ. هغه سړی چې د فساد پر ضد په شعار واک ته ورسېد، خو خپله د فساد او تېښتې سمبول سو. په هغه دوران کې، قومي واکمني او قوم پالنه د یوه پروژې په څېر پر مخ تلله، د غني د ریاست جمهوری په دوران کې لویې کانیزې تړونونه بې شفافیت سره ترسره سول، د بیت‌المال پیسې د هغه نږدې کسانو او د کورنۍ تر منځ وویشل سوې، او په پای کې، د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو توره شپه کې، د بیت‌المال له غلا سویو پیسو ډک صندوقونو سره  له هیواده وتښتېده.

ددي قلم لیکوال تل د سردبیر په خبرو کې په طالبانو  نیوکه کوي، خو طالبان د کرزي او غني په پرتله غوره ګڼي.

زه بې‌ په ښکاره وایم: «موږ طالبان د کرزي او غني په پرتله ډېر غوره ګڼو.» دا غوره‌والی د طالبانو د ملاتړ له امله نه دی، بلکې د پرتلې  له مخې دی؛ کرزی او غني، د خیانت تحصیل‌کړل سوي کسان وو چې د مدرن څېرې په بڼه یي افغانستان ته تاوان رسولی دی. هغوی د دموکراسۍ خبره کوله، خو قوم‌پاله وو. د بشري حقونو یادونه یې کوله، خو د هیواد منابع او نړیوالې مرستې یې لوټولې . د فساد پرضد شعار یي ورکوي، خو پخپله په لومړي قطار کې د فاسدو په صف کې ودریدل.

خو دا هېڅکله ددې معنی نه لري چې د طالبانو د تېروتنو پر وړاندې چوپ پاتې سو. زه د یو مومن، مسلمان، او د فرهنګی شخص په توګه، او همدارنګه د خپل هیواد د یوه مسؤل وګړي په توګه، ځان مکلف ګڼم چې هر ځای چې ظلم او بېلارې ووینم، غږ پورته کړم. که زه طالبانو باندي نیوکه کوم، دا دښمني نه ده، بلکې د دیني او ملي غیرت له مخې دي.

قرآن کریم فرمایي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰ أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ ۚ إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَىٰ بِهِمَا ۖ فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَىٰ أَنْ تَعْدِلُوا ۚ وَإِنْ تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا.

(ای مؤمنانو! تل په هر کار کې د عدالت د پلي کولو لپاره ودریږئ، او د خدای لپاره شاهدان سئ، حتی که دا ستاسو پر ځان، مور، پلار یا خپلوانو زیان ورسوي. که یو لوري شتمن وي یا بېوزلی، د دوی په حق کې د الله په رڼا کې عدالت وکړئ او پر هوای نفس مه ځئ. که د رښتیني شاهدۍ پر ځای دروغ ووايئ یا د شاهدۍ څخه مخ واړوئ، پوه سئ چې الله په هر څه چې کوئ، خبر دی. نساء، ۱۳۵) .

او همدارنګه په سوره شورا، ایت ۳۸ کې راغلي: «وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ»، یعنې په چارو کې مشوره کول او مشوره ورکول د مومنانو صفت دی، نه یوازې د اخلاقو سپارښتنه. تاسو د اسلام په نامه، ټول قومونه د افغانستان له واک څخه بې برخې کولای نسئ، او د قومه ییز حکومت په چوکاټ کې هیڅکله د حقیقي اسلام نماینده نه سئ ګڼلای. هزاره‌، تاجیک‌، ازبیک‌، قزلباش‌، ترکمن‌، سادات او نور قومونه باید په حکومت کې عادلانه برخه ولري.

پیغمبر اکرم (ص) فرمایلي دي: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَىٰ كُلِّ مُسْلِمٍ وَ مُسْلِمَةٍ»، یعنې د علم زده کړه د هر مسلمان او مسلمانې لپاره فرض دی؛ نو د ښځو او انجونو زده کړه یو حتمي او نه پرېښودونکی امر دی. آیا ممکنه ده چې مسلمان اوسې او یوه مسلمانه انجلۍ د خپلې دینی فریضې څخه محرومه کړې؟ د انجونو د ښوونځي او پوهنتون نه محرومول نه  يو اسلامی سنت دی؛ بلکی دا یوه جاهلي نوښت دی، نو مهرباني وکړئ دا ظلم د اسلام په نوم مه یادوئ.

د جعفري مذهب په رسمیت پیژندنه؛ د یووالي  اړتیا: «إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ» (انبیاء، ۹۲). دا ستاسو امت دی، یو یوازنۍ امت. د هیواد شیعیان هم د دې امت برخه دي. د جعفري مذهب حقیقي نه پیژندل، نه سیاست دی او نه هم عدالت، بلکې د میلیونونو اتباعو سپکاوی دی.

یوازنی لار چې طالبان کولای سي ځان د جمهوریت څخه جلا وښايي، شفافیت، د قانون مراعات او د واک او سرچینو په وېش کې عدالت دی. که ځانګړي ګټه اخیستنه او د واک ناوړه استعمال دوام وکړي، نو د اسلامي حکومت او غیر اسلامي حکومت ترمنځ توپیر څه دی؟

او په پای کې باید وویل سي: د اندرو مونتباتن وینزر ایمیل جفري اپستین ته یوازې تاریخي سند نه دی، بلکې یو خبرداری دی .خبرداری چې وایي: «د دې ملت دښمنان  زموږ د وطن د لوټولو خوبونه ویني.»

خو د د دښمن تر نقشي دردونکي ، د جمهوریت د چارواکو بې‌پروايي وه؛ هغوی په خوب کې بې‌پروا او په ویښه خیانت کوونکي وو ، دومره په قومي تعصب او د خپلو بانکي حسابونو په ډکولو بوخت وو، تر دي چې  پام یي نه و کړی چې برتانوي شاهزادګان او جنایتکاره پانګه‌وال د هېواد د شتمنیو د وېش پلان جوړ کړی دی.

خو اوسني واکمنان د هېواد او ملت امانت‌ ساتونکي دي. هغوی یا کولای سي هماغه تېرو تېروتنو ته دوام ورکړي، د شپي په تیاره کې د کانونو تړونونه لاسلیک کړي، د هېواد انجونې له زده‌کړې محرومې کړي او نوم یې اسلام کیږدي؛ یا هم یوه داسې اداره جوړه کړي چې د هېواد ټول قومونه پکښې ګډون ولري او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ښځو او انجونو لپاره خلاصې کړي، او نوم یې د اسلام عزت او د انسان کرامت کیږدي.
هغوی باید داسې حکومت جوړ کړي چې هزاره، تاجیک، پښتون، ازبک، ترکمن، سادات او نور ټول نه یوازې زغم، بلکې شریک وي. ښوونځي دې داسې پرانستل سي چې د انجونو قلم له کندهار تر کابل او له بلخ تر ننګرهار پورې غږ وکړي. کانونه دې په شفافه سیالۍ وسپارل سي او عواید یې د ماشومانو روغتونونو، بې‌سرپرسته کورونو او د هېواد د آبادۍ لپاره وکارول سي.
پوه سئ، تاریخ به هم تاسو قضاوت کړي. د څلوېښتو کلونو جګړې، دوکې او لوږې وروسته، د افغانستان خلک نن یوازې عدالت او کرامت غواړي. هغوی له تاسو نه غوښتنه کوي چې د لویدیځ‌ تقلید کوونکي یا د لویدیځې دموکراسي زده کوونکي سئ؛ هغوی د محمدي اسلام غوښتنه کوي، هغه اسلام چې ښځه په دېوال کې پټه نه ساتي، بلکې پاکوالي  د علم او کرامت له لارې معنا کوي.

تاسې نن د تاریخ په دوه‌لاري کې درېږئ: یا د کرزي او غني نورې ناکامۍ تکرار کړئ، یا د ملت او هېواد ویاړ بیا راوګرځوئ؛ یا په تیاره کې تښتئ، یا د خلکو په ذهنونو کې په نیکه توګه پاتې سئ. نو پرېکړه وکړئ!

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x