د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر اوچا د یکشنبې په ورځ (د حوت ۲۰مه) په ایکس کې اعلان وکړ چی په افغانستان کې ۵۲ سلنه خلک چې بشري مرستو ته اړتیا لري ښځې او نجونې دي. اوچا په دوام وویل چې په ۲۰۲۳ کې اته میلیونه نجونې او ۹.۲ ملیونه میرمنو سره مرسته شوې ده. د اوچا په وینا، په ۲۰۲۴ کې، د ۲۳.۷ ملیون خلکو څخه چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۵۲٪ یې ښځې او نجونې دي. دغه دفتر د افغان ښځو او نجونو ملاتړ اړین بولي او وايي، چې د دغه هېواد د کړکېچ تر ټولو ډېر اغېز پر دوی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7938
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7938
منتشر شده در ۱۳:۰۲ - حوت ۲۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email