اوچا: د اوبو بحران د افغانستان د میلیونونو اوسېدونکو ژوند ګواښي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د افغانستان خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او د وچکالۍ دوام او اقلیمي بدلونونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د میلیونونو کسانو د معیشت ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.
اوچا: د اوبو بحران د افغانستان د میلیونونو اوسېدونکو ژوند ګواښي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شنبې په ماښام، د قوس ۲۹مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې اعلان کړی چې په افغانستان کې دوامداره وچکالي او اقلیمي بدلونونه د میلیونونو وګړو د پاکو اوبو لاسرسی په جدي توګه ګواښي.

اوچا زیاته کړې چې د اوبو د سرچینو کمښت او د اقلیمي بدلونونو پایلې، په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې بحراني کړی او د کورنیو پر معیشت یې دروند فشار راوستی دی.

د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان د بشري صندوق په ملاتړ ځینې د ښځو پر محور ولاړې ادارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اړمنو ټولنو ته د پاکو اوبو وېش او روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي؛ خو دا هڅې د موجود بحران د پراخوالي د پوره ځواب ویلو توان نه لري.

اوچا ټینګار کړی چې د بشري بحران د لا پسې ژورېدو د مخنیوي لپاره، د اوبو، روغتیا او حفظ‌الصحې په برخه کې د بشري مرستو بېړنی زیاتوالی اړین دی.

د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو تر دې وړاندې هم څو ځله په افغانستان کې د اوبو د کمښت د بحران د پراخېدو او د خلکو پر ژوند، روغتیا او خوراکي امنیت د هغې د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x