اوچا: د افغانستان سره د مرستي لپاره ۱.۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کي د اړمنو وګړو د ملاتړ لپاره د ۲۰۲۶م کال په ترڅ کي د ۱.۷۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د بودجې غوښتنه کړې ده، او خبرداری یې ورکړی دی چې په دې هېواد کي بشري بحران به لا هم په خورا لوړه کچه پاته سي.
اوچا: د افغانستان سره د مرستي لپاره ۱.۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ اوچا ویلي دي چې د ۲۰۲۶م کال لپاره یې په افغانستان کي د اړمنو وګړو د ملاتړ په موخه ۱.۷۱ میلیارده ډالره بودجه غوښتې ده.

دې ادارې زیاته کړې ده چې د ۲۰۲۶م کال لپاره یې د افغانستان د بشري اړتیاوو او ځواب ورکولو پلان د ۱.۷۱ میلیارده ډالرو په اړینه بودجه سره پیل کړی دی.

د اوچا د راپور پر بنسټ، په راتلونکي میلادي کال کي به نږدې ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کي بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دې ډله کي ۱۷.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د سختي ناامنۍ سره مخ دي، چې د هغوی د ژوند او اوسیدو وضعیت یې خورا نازک او زیانمن کړی دی.

اوچا ویلي دي چې د دې پلان په چوکاټ کي به ۱۷ میلیونه تر ټولو زیانمن او اغېزمن سوي وګړي د مرستو په لومړیتوب کي شامل سي، او بشري خدمات به پر حیاتي او بېړنیو اړتیاوو متمرکز وي.

دې د ملګري ملتونو ادارې خبرداری ورکړی دی چې افغانستان به په ۲۰۲۶م کال کي هم د نړۍ د تر ټولو لویو او پېچلو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x