اوچا: د افغانستان د شمال د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی چې د ژمي له رارسېدو سره، د افغانستان د شمال هغه کورنۍ چې د وروستیو زلزلو له امله یې کورونه له لاسه ورکړي، بېړنیو او حیاتي مرستو ته اړتیا لري.
اوچا: د افغانستان د شمال د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی چې د ژمي له رارسېدو سره، د افغانستان د شمال هغه کورنۍ چې د وروستیو زلزلو له امله یې کورونه له لاسه ورکړي، بېړنیو او حیاتي مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي چې په شمالي ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د زلزلو له امله بې‌کوره سوې دي او دا مهال په ډېرو سختو او بې‌سرپناه شرایطو کې ژوند کوي. یاد دفتر ټینګار کړی چې د ژمي د سختې یخنۍ له رارسېدو سره، دا کورنۍ د مناسبې سرپناه له نشتوالي سره د جدي خطر لاندې دي، او بیړنۍ اړتیا یې ودانیز توکي، د تودوخې وسایلو او لنډمهاله سرپناه ده.

اوچا له نړیوالې ټولنې او د مرستو له سازمانونو غوښتي چې د دغو زلزله‌ځپلو کورنیو د ژمنیو سرپنا‌وو او د کورونو د بیا رغونې لپاره عاجلې بشري مرستې برابرې کړي. د دې ادارې په وینا، د مرستو په وړاندې کولو کې هر ډول ځنډ کولای سي د زلزله‌ځپلو کورنیو ترمنځ د یوه بشري ناورین لامل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x