اوچا: د افغانستان د زلزلې زیانمن سوي کسان بیړنیو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

اوچا د تودوخې له ټیټېدو سره هم‌مهاله اعلان کړی چې د افغانستان د ختیځې برخې د مرګوني زلزلې زیانمن سوي کسان، په ځانګړي ډول د کنړ ولایت اوسېدونکي، بیړنیو ژمنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
اوچا: د افغانستان د زلزلې زیانمن سوي کسان بیړنیو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د ژمي د نږدې کېدو سره، د افغانستان د ختیځې زلزلې د قربانیانو نړیوالو مرستو ته اړتیا تر پخوا ډېره څرګنده سوې ده، او د مرستو په رسولو کې ځنډ کولی سي جدي پایلې ولري. اندریکا راتوات، په افغانستان کې د اوچا مشر، ویلي چې زلزله‌ځپلي کسان په خېمو او له مناسبو شرایطو لرې ځایونو کې ژوند کوي او د ژمنیو مرستو، په ځانګړي ډول د پیاوړي سرپناه برابرول، لومړیتوب لري. نوموړي زیاته کړې چې پاکو اوبو ته لاسرسی او د بنسټیزو زیربناوو بیا رغونه لرې پرتو کلیو ته د مرستو د رسولو لپاره اړین ده. راتوات په یوه اعلامیه کې ویلي: «زه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوم چې خپل ملاتړ چې اوس ډېر اړین دی، دوام ورکړي، ځکه وخت زموږ په ګټه نه دی او ژمی را روان دی.» هغه ټینګار وکړ چې د جغرافیایي او اقلیمي ستونزو له امله د لرې پرتو سیمو لاسرسی سخت دی، او شدید بارانونه او واورې ښویېدنې کولی سي د مرستو ویش ګډوډ کړي. شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه، د ۶.۰ درجې ریشتر زلزله د افغانستان ختیځې برخې، په ځانګړي ډول د کنړ او ننګرهار ولایتونه ولړزول. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دې طبیعي ناورین شاوخوا ۱,۹۹۲ کسان وژلي، ۳,۶۳۱ کسان یې ټپیان کړي، او له ۸,۴۸۹ کورنیو څخه یې سرپناه اخیستې ده؛ زرګونه کورونه ویجاړ سوي او نږدې ۴۵۶,۰۰۰ تنه په اغېزمنو سیمو کې له ستونزو سره مخ دي. اوچا د ختیځې زلزلې د ځواب ورکولو د پلان (د سپتمبر څخه تر دسمبر ۲۰۲۵) په چوکاټ کې ۱۳۹.۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یوازې ۲۳.۷ میلیونه ډالر (۱۷ سلنه) برابر سوي، او لا هم ۸۳ سلنه مالي تشه پاتې ده. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که بیړنۍ مرستې ونسي، زلزله‌ځپلي کسان به ونسي کولای د ژمي سړې هوا سره مقابله وکړي، او د وبا په څېر ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتېږي. اوس مهال زرګونه کسان بې‌کوره دي، او بشري مرستندوی سازمانونه لکه سور صلیب او د ملګرو ملتونو ادارې د خوراکي توکو، سرپناه او روغتیایي خدمتونو د وېش هڅه کوي، خو د لوژستیکي خنډونو او د بودجې د کمښت له امله، د مرستو بهیر له ځنډ سره مخ دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه