اوربند که د خاورو لاندې اور؛ د افغانستان او پاکستان د خونړیو پولو نامعلومه راتلونکې

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ سرحدي کړکېچونه یو ځل بیا د چاودنې په حالت کې دی. طاهر اندرابي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د خوشبینۍ له طرزه پرته ویلي چې وروستی اوربند د دواړو ګاونډیو دولتونو ترمنځ توافق نه، بلکې د یوه اړخیز میکانیزم په توګه «له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو» د درولو لپاره دی.
اوربند که د خاورو لاندې اور؛ د افغانستان او پاکستان د خونړیو پولو نامعلومه راتلونکې


د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ سرحدي کړکېچونه یو ځل بیا د چاودنې په حالت کې دی. طاهر اندرابي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د خوشبینۍ له طرزه پرته ویلي چې وروستی اوربند د دواړو ګاونډیو دولتونو ترمنځ توافق نه، بلکې د یوه اړخیز میکانیزم په توګه «له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو» د درولو لپاره دی. دا تشریح، د پاکستان لخوا په خوست، کنړ او پکتیکا کې وروستیو بمباریو وروسته کیږي، چې له کبله یې د لسو څخه زیات غیرنظامیان افغانان، په شمول د ماشومانو، وژل سوي دي، ښیي چې اسلام آباد اوس هم د ډیپلوماسۍ پر ځای د زور ژبه غوره ګڼي.

دا تګلاره د هغه سیاست دوام دی چې له څو لسیزو راهیسې افغانستان په بې‌ثباتۍ کې ساتلی او اوس پاکستان پخپله هم د دې پایلو سره مخ دی. د دې کړکېچ ریښې په اصل کې د دواړو هیوادونو په ګډ تاریخ کې پیچل سوي دي. د ډیورنډ کرښه چې په ۱۸۹۳ کال کې د بریتانیا استعماري ځواکونو له خوا ټاکل سوې وه، هیڅکله د افغانستان له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې او همېشه د کړکېچ مرکز پاتې سوې ده. پاکستان چې د ۱۹۴۷ کال د خپلواکۍ وروسته دغه سرحد د خپل ملي واک برخه وګڼله، په وروستیو لسیزو کې د افغانستان له طالبانو څخه د نفوذ د وسیلې په توګه استفاده کړې ده. خو نن ورځ، د پاکستانی طالبانو غورځنګ چې له همدې ایډیالوژیکي ریښو څخه راولاړ سوې، د اسلام‌آباد لپاره جدي ګواښ ګرځېدلې دي. دا واقعیت د مشهور متل څرګندونه ده: «څوک چې باد کري، طوفان درومي»؛ چیرې چې د پرون ملاتړونه نن ورځ د افراطي ډلو په بڼه بیرته پاکستان ته ستنېږي. اوسنی اوربند هم د مخکینیو توافقونو په څېر، نامعلومه راتلونکې لري.

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر هوکړه په دوحه کې د قطر او ترکیې د منځګړیتوب پواسطه ترلاسه سو، چې کابل په دې ژمن سو چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ ملاتړ پرېږدي، خو اسلام‌آباد ادعا کوي چې بریدونه نه یوازې دریدلي نه دي، بلکې د دې په پایله کې لسګونه پاکستاني سرتیري هم وژل سوي دي. د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ په ۲۰۲۵ کال راپور کې ویلي چې په دې هیواد کې د ترهګریزو بریدونو له امله تر ۱۲۰۰ زیات وژل سوي چې نیمایي یې د پاکستانی طالبان غورځنګ ته نسبت ورکړل سوی. خو په مقابل کې، ملګرو ملتونو راپور ورکړي چې په سرحدي شخړو کې ۳۷ افغان غیرنظامیان وژل شوي او ۴۲۵ تنه ټپیان سوي دي. دا څرګند تضاد د پاکستان د «دقیق هدف ټاکلو» ادعا تر سوال لاندې راولي او ښيي چې افغان غیرنظامیان د دې د ځواک لوبې اصلي قربانیان دي.

د پاکستان چارواکي په دې ټینګار کوي چې «که بریدونه دوام وکړي، د اوربند په اړه خوشبین کیدل ناشوني دي»، په حقیقت کې د نظامي فشار ستراتیژي توجیه کوي. خو دې چلند د ډیپلوماتیکو انتخابونو محدودیت رامنځته کړی او اسلام‌آباد په داسې موقف کې درولې چې نه د افغان اپوزیسیون ملاتړ کوي او نه د کابل اوسني حکومت سره ریښتینی تفاهم ته رسیږي. دا دوه‌ګونې پالیسي نه یوازې د سیمې امنیت ته ګواښ دی، بلکې د دواړو هیوادونو اقتصاد یې هم فلج کړی دی. د سرحدونو تړل تجارت درولی او میلیونونه خلک یې په فقر کې اچولي دي.

کابل هم دغه بمبارۍ د ملي واک د نقض په توګه ګڼلي او د «مناسب وخت» په جریان کې د ځواب ورکولو ګواښ کړی دی. حقیقت دا دی چې پرته له دې چې د تاریخي مسایلو لکه د ډیورنډ کرښې ریښې حل او د افراطي ډلو د وسلې کولو پای ته رسیدل وسي، اوربندونه یوازې په تاوتریخوالي کې یوه موقتي وقفه وي. افغانستان چې لا تر اوسه د تېرو څلورو لسیزو جګړو له زخمونو څخه رغېدلی نه دی، د خپل ختیځ ګاونډي لخوا یوه غیرنظامي چلند ته اړتیا لري. پاکستان هم باید ومني چې پایداره امنیت د بمبارۍ له لارې نه، بلکې د ګاونډیو د ملي واک د درناوي او د افراطیت ملاتړ د پرې کولو له لارې ترلاسه کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x