د معمار پرس د خبر له مخې: د اندونيزيا د ولسمشر پخواني مرستيال د جوماتونو د شورا مشر يوسف کالا وويل: د هغه هېواد غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د پوهنې او کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دی چې یوسف کالا دغه موضوع د طالبانو د حکومت د وزارت له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې مطرح کړې ده. دغه اندونیزیايي چارواکي له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8904
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8904
منتشر شده در ۱۳:۰۴ - جوزا ۱۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email