اندونیزیا د زلزله‌ ځپلو د مرستې لپاره ډاکټران کنړ ته ولېږل

د اندونیزیا د روغتیايي مرستو کمېټې اعلان کړی چې د کنړ ولایت د وروستي زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره یې دوه ښځینه ډاکټرانې او یوه نرسه افغانستان ته استولی دی.
اندونیزیا د زلزله‌ ځپلو د مرستې لپاره ډاکټران کنړ ته ولېږل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د اندونیزیا د بیړنۍ روغتیايي مرستې او ژغورنې کمېټې (MER-C) د شنبې په ورځ، د میزان په ۵مه، اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو یو ټیم د وروستي زلزلې له زیانمنو سویو سره د مرستې لپاره د کونړ ولایت ته استول سوی دی. د دې بنسټ د اعلامیې پر بنسټ، استول سوی ټیم دوه ښځینه ډاکټرانې او یوه نرسه لري چې ټاکل سوې د اکتوبر تر ۹مې نېټې په سیمه کې پاتې سي او زیانمنو سویو خلکو ته روغتیايي او درملیز خدمات وړاندې کړي. په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د شاوخوا ۵۰۰ کسانو د درملنې لپاره اړین درمل برابر سوي او ټاکل سوې چې د کنړ په څو کلیو کې وویشل سي. هدیګي حبیب، د MER-C د استول سوې هیأت مشر، ویلي: «هغه زلزله چې افغانستان یې ولړزاوه، جدي روغتیايي او ټولنیزې اغېزې پرېښودې، خو نړیوالې مرستې لا هم د خلکو د وضعیت د رسیدګۍ لپاره کافي نه دي.» ویل کیږي چې د روان کال د اګست میاشتې په پای کې یوې سختې زلزلې له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه کړل، له ۳۶۰۰ ډېر یې ټپیان کړل او زرګونه تنه یې بې کوره کړل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه