امنیت شورا: د افغانستان څخه د تروریزم ګواښ لا هم پاتې دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو د ادعاوو برعکس، تروریستي ډلې لا هم په افغانستان کې فعال حضور لري او دا وضعیت د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کیږي.
امنیت شورا: د افغانستان څخه د تروریزم ګواښ لا هم پاتې دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه راپور کې د طالبانو هغه ادعا چې افغانستان له تروریستي ډلو پاک سوی دی، بې بنسټه او ناسمه بللې ده.

د دې راپور پر بنسټ، چې د ملګرو ملتونو د تحریمونو څارنې کمیټې خپور کړی، ټینګار سوی چې د طالبانو د رسمي ادعاوو برعکس، له بېلابېلو معتبره سرچینو ترلاسه سوي شواهد ښيي چې تروریستي ډلې په افغانستان کې دوامداره فعالیتونه لري او په پراختیا دي.

په راپور کې راغلي: «د بېلابېلو هېوادونو مکرر تصدیق ښيي چې تروریستي ډلې لکه القاعده، داعش شاخه خراسان او نورې سیمه‌ییزې افراطی ډلې په افغانستان کې شتون لري او فعالیت کوي.»

امنیت شورا خبرداری ورکړی چې دا وضعیت نه یوازې د سیمه‌ایز امنیت لپاره ګواښ دی، بلکې د تروریزم د صادرېدو خطر له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته لا هم لوړ پاتې دی.

دغه راپور په داسې حال کې خپور سوی چې طالبان څو ځله ادعا کړې چې افغانستان د دوی تر کنټرول لاندې له تروریستي ډلو پاک سوی دی؛ ادعا چې د افغانستان ګاونډیانو، متحده ایالاتو او نړیوالو سازمانونو اندېښنه راپورته کړې ده.

کارپوهان وايي، د ملګرو ملتونو دا موقف کولی سي د طالبانو پر وړاندې د سیاسي او تحریمي فشارونو زمینه برابره کړي، په ځانګړې توګه که طالبان په نړیواله کچه د تروریزم ضد ژمنې عملي نه کړي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x