د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د یکشنبې په ماښام، د قوس په ۹مه، له پاکستانه د افغان خبریالانو د نیونو او ایستلو له نوې څپې اندېښنه څرګنده کړې ده. دې بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان پولیسو یو افغان خبریال هامون خموش د کورنۍ سره یو ځای د اسلامآباد له ښاره نیولی او دوی دا مهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د ایستلو له خطر سره مخ دي.
امسو زیاتوي چې په تېر یوه میاشت کې د پاکستان چارواکو شپږ افغان خبریالان نیولي او افغانستان ته یې استولي دي. د امسو په اعلامیه کې راغلي: «افغان خبریالان د مسلکي رسنیزو فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله اړ سول هېواد پرېږدي او پاکستان ته پناه یوسي، خو اوس په داسې حالت کې ژوند کوي چې ژوند او انساني کرامت یې له جدي خطر سره مخ دی.» د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د افغان خبریالانو د ویزې د تمدید بهیر هم درول سوی او ډېری یې په سرګردانه حالت کې، پرته له بنسټیزو خدماتو او د نیول کېدو او ژر ایستلو له خطر سره مخ دي. دا اقدامات په داسې حال کې ډېر سوی دي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا زیاته سوې او په ټول پاکستان کې د افغان پناهغوښتونکو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه سوې ده.




