امسو: په افغانستان کې ۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې له اجباري سانسور سره مخ دي

امسو) په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې د محدودیتونو او فشارونو له امله اړ سوې دي چې خپل راپورونه بدل یا سانسور کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149711
۱ اونۍ مخکی
شماره خبر 149711
منتشر شده در 12:28 ق.ظ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې د محدودیتونو او فشارونو له امله اړ سوې دي چې خپل راپورونه بدل یا سانسور کړي او یوازې ۶،۹ سلنه یې د فعالیت اجازه لري. یاد سازمان د دوشنبې په ورځ، د وږي ۳۱مه، په راپور کې زیاته کړه چې ۸۰ سلنه خبریالانو په تېر کال کې هېڅ ډول مالي او مسلکي ملاتړ نه دی تر لاسه کړی. د راپور له مخې، نیمايي خبریالانو د راتلونکي کال لپاره د کار د دوام هیله له لاسه ورکړې ده. امسو همدارنګه راپور ورکړی چې یوازې ۶،۹ سلنه ښځینه خبریالانې په افغانستان کې د فعالیت اجازه لري. دغه راپور ښيي چې ۵۵ سلنه خبریالان له ګواښ سره مخ سوي او ۱۵ سلنه نور د خپلو رسنیو له لارې ګواښل سوي دي. د دغه راپور د موندنو له مخې، ۵۵،۴ سلنه خبریالانو خپله دنده له لاسه ورکړې او ۵۰،۵ سلنه نور اړ سوي چې خپل راپورونه سانسور کړي. برسېره پر دې، ۴۶ سلنه ښځینه خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل سوې چې له نارینه وو سره مرکې وکړي او ۲۳ سلنه یې ویلي چې د کار پر مهال د محرم ملتیا ته اړ سوي دي. امسو دغه شمېرې د یوې سروي له لارې راټولې کړې دي چې د جولای او اګست په میاشتو کې د ښځینه خبریالانو په منځ کې ترسره سوی وه. په عین وخت کې، د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې سره هم مهاله، پر خبریالانو، په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو، ګواښونه، نیونې او محدودیتونه په شدت ډېر سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
خبرنگاران-افغانستان-در-تبعید
د خبریالانو مرکز خبرداری ورکوي: طالبانو په سیسټماتيکه توګه د معلوماتو لاسرسی محدود کړی دی
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو د لږ تر لږه ۲۲ فرمانونو په صادرولو سره، د معلوماتو لاسرسی، د بیان ازادي او د رسنیو خپلواکي په سیسټماتيکه توګه محدود کړي دي.
وزارت-تحصیلات-طالبان
۵۰ تازه فرمانونه د استادانو او محصلانو لپاره؛ د انځورونو حذف، د موبایل بندیز او د عمامې تړل
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، د استادانو او محصلانو لپاره ۵۰ نوي محدودیتونه وضع کړي چې د پوهنتونونو څخه د انځورونو حذف، د ځیرک موبایلونو بندول او د عمامې تړل پکښې شامل دي.
حذف-نصاب-آموزشی
طالبانو د ازادۍ، ښځو او بشري حقونو په اړه ۵۱ درسونه له درسي کتابونو حذف کړي
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې ۵۱ درسونه چې د ازادۍ، بشري حقونو، د ښځو د حقونو، او سولې، د افغانستان د مکتبونو له درسي کتابونو لیرې سوي، ځکه چې د «اسلام د دین د دستوراتو او د دې ډلې د پالیسیو» سره په ټکر کې دي.
نشست-رسانه-ها-در-کابل
د طالبانو ټینګار پر دې چې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي د «رښتینی ژورنالیزم، باخبره خلک او سالمه ټولنه» په غونډه کې
د طالبانو سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت «د افغانستان د خلکو غږ میکانیزم» په همکارۍ (سه‌شنبه، د میزان اوله) په کابل کې د «رښتینی ژورنالیزم، باخبره خلک او سالمه ټولنه» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو د سمدستي او پایدارې بیا رغونې غوښتنه وکړه
۲۰ ساعتونه مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( دوشنبه د 1404 کال د میزان 7)
۲۱ ساعتونه مخکی
په لغمان کې د ۴.۳ ریښتره زلزلې پېښه
۲۱ ساعتونه مخکی
امیرخان متقي: د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي
۲۱ ساعتونه مخکی
د افغانستان د معیوبینو ملي کرکټ ټیم پاکستان ته ولاړ
۲ ورځې مخکی
په ننګرهار او نورستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل سو
۲ ورځې مخکی
د کډوالو ستنېدل؛ طالبانو د اوو زرو څخه د زیاتو کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی
۲ ورځې مخکی
اندونیزیا د زلزله‌ ځپلو د مرستې لپاره ډاکټران کنړ ته ولېږل
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۱ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
راحله تلاش: بازداشت‌ زنان در کابل، خلاف شریعت و کرامت انسانی است
۲ میاشتی مخکی
7:01 ب.ظ
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۲ میاشتی مخکی
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۲ میاشتی مخکی
6:45 ب.ظ