د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، مایکل بنکس د متحده ایالاتو د سرحدي ګشت مشر، اعلان وکړ چې ټول هغه مهاجر چې د قانوني مرحلو له طی کولو پرته امریکا ته داخل سوي او وروسته نیول سوي، باید ۵ زره ډالر د «نیولو لګښت» په توګه ورکړي. هغه په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا حکم «ټولو بهرنیو اتباعو ته پرته له دې چې د داخلېدو وخت، اوسنی ځای یا د مهاجرت دوسیې وضعیت یې څه وي» تطبیق کېږي.
دا اقدام وروسته له هغې ترسره کېږي چې د پنجشنبه ورځ ۲۱ زره ۵۰۰ پناه غوښتونکو د امریکا پر حکومت حقوقي شکایتونه ثبت کړل؛ دغه کسان د ورځنۍ ۹۹۸ ډالرو جریمې سره مخ دي چې په ځینو برخو کې هر فرد ته تر ۱.۸ میلیونه ډالرو پورې زیاتېدلی سي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت هم مخکې په اکتوبر میاشت کې ویلي وو چې هغه کسان چې د بشر دوستانه موقتي ویزې سره امریکا ته داخل سوي او د ویزې د اعتبار پای ته رسېدو وروسته هم پاتې سوي، د ۱۰۰۰ ډالرو جریمې سره مخ به سي.
امریکا حکومت تازه د غیرقانوني مهاجرینو د داوطلبانه ستنېدو برنامه پیل کړې ده. د دې طرحې له مخې، پناه غوښتونکي کولی سي وړیا الوتنه خپل هېواد ته ترلاسه کړي او د داوطلبانه وتلو لپاره ۱۰۰۰ ډالره جایزه ترلاسه کړي.
رسمي راپورونه ښيي چې د سرحدي ګشت په مالي کال ۲۰۲۵ کې لږ تر لږه ۲۳۷ زره ۵۶۵ پناه غوښتونکي نیول سوي دي. تریشیا مکلاکلین، د کورني امنیت مرستیاله وزیرې، اټکل کړی چې د کال پای ته رسېدو پورې د ایستلو شمېر ممکن ۶۰۰ زره کسانو ته ورسېږي.
هغې ویلي چې یوازې په روان کال کې له ۲ میلیونو زیات غیرقانوني مهاجرین له امریکا وتلي؛ له دې جملې څخه ۱.۶ میلیونه داوطلبانه ستنیدل، ۵۱۵ زره ایستل سوي او ۴۸۵ زره نیول سوي او بیا ایستل سوي دي.
د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ له پیل سره، په جنوبي سرحدونو کې سختګیرانه پالیسۍ پلي سوې او د «نیول کیدو وروسته خوشې کولو» برنامه چې اجازه ورکوله مهاجران تر دوسیه رسېدو پورې آزاد پاتې سي، بند سوې دي.



