د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د نوي اجرایوي حکم له مخې، به د ویزې ټول پروګرامونه په بشپړه توګه بیاکتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې خبري سرچینو راپور ورکړی چې د افغانستان په ګډون د ځینو هیوادونو د اتباعو لپاره متحده ایالاتو ته د سفر په اړه نوی بندیز لګول کیدای شي.
یوه امریکایي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، سي این این ته وویل چې دا بندیز ممکن راتلونکې اونۍ نافذ شي، خو د هغو هیوادونو په لیست کې چې شامل به شي، لا تر اوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.
دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اجرایوي حکم په تعقیب دی.