امریکا د افغانستان د وګړو د کډوالۍ ټولې دوسیې سمدستي ودرولې

د امریکا د کډوالۍ ادارې اعلان کړی چې د افغانستان د وګړو د کډوالۍ د ټولو غوښتنلیکونو ارزونه یې تر هغه نامعلومې مودې درولې چې امنیتي بیاکتنې بشپړې سي.
امریکا د افغانستان د وګړو د کډوالۍ ټولې دوسیې سمدستي ودرولې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د کډوالۍ ادارې د پنجشنبه په ورځ اعلان کړی چې د افغانستان د وګړو د کډوالۍ د ټولو دوسیو ارزونه یې «سمدستي او بې له کوم وخت ټاکلو» درولې. په دې خبرپاڼه کې ویل سوي چې دغه پرېکړه به د امنیتي پروتوکولونو د پراخې بیاکتنې او د کسانو د مخینې د بشپړې څېړنې پر اساس پاتې سي. د امریکا د کډوالۍ ادارې ټینګار کړی: «د امریکا ملي امنیت او د خلکو خوندي ساتل زموږ لومړیتوب او یوازینی ماموریت دی.»

دغه اقدام د هغو افغانانو اندېښنې زیاتې کړې چې د پخواني حکومت له نسکورېدو (۲۰۲۱) راهیسې د کډوالۍ او پناه‌غوښتنې د دوسیو د څېړلو په تمه دي. تر دې مخکې هم د هغو افغان کارکوونکو چې له امریکايي ادارو سره یې دندې ترسره کړې وې، د ځانګړي کډوالۍ وېزو پروسه له ځنډونو او سختو خنډونو سره مخ وه. د دې حالت په دوام، زرګونه افغانان چې په درېیمو هېوادونو یا دننه افغانستان کې د امریکا د پرېکړو په تمه دي، له ناڅرګند او سخت راتلونکي سره مخامخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x