امریکا ته د کډوالۍ د ویزو د ترلاسه کولو په موخه فلیپین ته د ۳۰۰ افغان اتباعو لېږد

انتقال 300 شهروند افغانستان به فیلیپین برای دریافت ویزای مهاجرت به امریکا

د معمار پرس د خبر له مخې؛ ۳۰۰ افغان اتباع نن دوشنبه د جدي ۱۷مه د فیلپین پلازمېنې مانیلا ته ورسېدل چې د امریکا متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د ویزې ځانګړې کړنلارې بشپړې کړي. دغه لیږد د تیر کال د فیلیپین او متحده ایالاتو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ شوی، چې له مخې یې افغانانو ته اجازه ورکول کیږي چې په موقت ډول په فیلیپین کې د دوی د ویزو د پروسس پرمهال پاتې شي. د فیلیپین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ترزیتا دازا اعلان کړی چې دغه هیواد د شته قوانینو او مقرراتو پر اساس دغو کسانو ته ویزې ورکړې دي. هغه ټینګار وکړ چې ټول غوښتونکي فیلیپین ته د ننوتلو دمخه د پراخو امنیتي چکونو څخه تیر شوي دي.

بیشتر بخوانید:  شپاړسم پاپ بینډیکټ مړ شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه