د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر د شنبې ماښام (د سپتمبر ۲۰مه) په خپلو خبرو کې ویلي: «زه بګرام ژر تر ژره غواړم، که طالبان یې ونه مني تاسو پوهیږئ چې زه به څه وکړم.» ټرمپ زیاته کړې چې واشنګټن دا مهال له طالبانو سره د دې موضوع په اړه په خبرو بوخت دی. هغه د طالبانو په اړه د خبرو کولو پر مهال د افغانستان نوم یادوي. یاده دې وي، ټرمپ تر دې وړاندې په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو، که طالبان بګرام ونه سپاري، بدې پېښې به رامنځته سي. په ورته وخت کې، د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، د ټرمپ د هر ډول امر د پلي کېدو لپاره چمتو دی. خو طالبانو په نرم لحن غبرګون ښودلی او د بګرام په اړه یې هر ډول معامله رد کړې ده.
- بګرام ته د امریکا راتګ
ډونالډ ټرمپ، په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې طالبان باید د بګرام هوايي اډه ژر تر ژره امریکا ته وسپاري.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149549
۱ اونۍ مخکی
شماره خبر 149549
منتشر شده در 2:38 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی