د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پولیټیکو او واشنګټن پوسټ په وینا، د امریکا حکومت د ګوانتانامو سمندري اډې ته د لږترلږه ۹۰۰۰ بې سنده کډوالو د لیږدولو په اړه غور پیل کړی دی.
دا شمیره د هغو ۵۲۰ کډوالو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي چې د جنوري راهیسې دې اډې ته لیږدول شوي دي.
د پولیټیکو په وینا، پلان ممکن د دې اونۍ په پیل کې پلي شي او نور کډوال هم پکې شامل وي.
دا اقدام د ټرمپ ادارې د پراخ پلان یوه برخه ده چې له امریکا څخه بې سنده بهرنيان وباسي.