امریکا او چین د سوداګریزو شخړو د کمولو لپاره موافقه وکړه

آمریکا و چین روی کاهش اختلافات تجاری به توافق رسیدند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ د یکشنبې په ورځ، د ثور په ۲۰مه اعلان وکړ چې په جینیوا کې د چینایي اقتصادي چارواکو سره د خبرو اترو په دویمه ورځ “د پام وړ پرمختګ” شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دا خبرې اترې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو کړکیچونو په کمولو کې رغنده وې.

که څه هم باسنت د لاسلیک شویو تړونونو جزئیات افشا نه کړل، خو ویې ویل چې نور معلومات به د دوشنبې په ورځ خپاره شي.

د امریکا او چین د خبرو اترو پروسه په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو د بهرني او اقتصادي پالیسۍ یو له اصلي محورونو څخه وه، او د دې دوو لویو اقتصادونو ترمنځ د کړکیچ کمول به په نړیوالو بازارونو کې د پام وړ اغیزه ولري

بیشتر بخوانید:  په ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شمیر له 15,000 څخه ډیر شوی / 1,117 زلزلې ثبت شوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه