امریکايي سناتور: له افغانستان څخه پر امریکا او متحدینو یې د برید احتمال شته

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=790
۲ کلونه پیش
شماره خبر 790
منتشر شده در ۱۴:۱۸ - اسد ۲۷, ۱۴۰۱

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د جمهوري غوښتونکو ګوند جګپوړي سناتور لینډسي ګراهام د سه شنبې په ورځ (د اسد ۲۵) د اګسټ ۱۶ وویل چې د امریکا او د هغې د متحدینو په خاوره کې د بل برید امکان شته چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي. هغه وویل چې له افغانستان څخه د جوبایډن د بیړني اقدام په نتیجه کې پر امریکا او متحدینو د یو بل احتمالي برید احتمال شته.

هغه زیاته کړه: “موږ هیڅ جګړه پای ته نه ده رسولې، او موږ نوې جګړه پیل کړې او مخکې له دې چې ترهګر له افغانستان څخه امریکا ته لاړ شي، یوازې وخت ته اړتیا ده او د هغې ممکنه لار د مکسیکو مات شوي سویلي پوله ده.”

هغه وويل: “دا مهال چې زه خبرې کوم، په افغانستان کې د القاعدې کمپونه راڅرګندېږي، تاريخ ځان تکراروي او د دې هر څه مخه نيول کېده.”

ګراهام زیاته کړه، چې د امریکا د پوځ د سالمې مشورې په مقابل کې بایډن له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه، له افغانستانه زموږ د وتلو شرایط وو، خو طالبانو دا شرطونه پوره نه کړل. دا د بایډن يوه سیاسي پریکړه وه.»

د امریکا د کانګریس دغه لوړپوړي غړي زیاته کړه چې طالبان، القاعده او داعش یو شی سره مشترک دي.

ګراهام زیاته کړه: “داعش د القاعدې پر ضد جنګیږي او القاعده له طالبانو سره په یو فکر کې دي. د دغو دریو ډلو تر منځ مشترک ټکې څه دی؟ هغوی افراطي اسلامپالان دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته ویلي وو چې امریکا به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شي.

الظواهري شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کابل په شیرپور سېمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

سناتور ګراهام په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې سره وویل، موږ د هلکانو نوي نسل ته درس ورکوو چې د ښځو بې عزتي وکړي. هغوی (افغان ښځې) د سخت دریځو اسلامپالو له امله له لوږې مري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

د صهیونیسټانو پرضد د ایران بریالی عملیات

د صهیونیسټانو پرضد د ایران بریالی عملیات؛ د مسلمانانو خوشحالي او د ظالمانو غم

۳ ورځې پیش
124354657687

د افغانستان د سوداګرۍ د ستونزو په اړه د امریکا د سفارت له مرستیال سره د سوداګرۍ خونې د پلاوي خبرې

۳ ورځې پیش
14325468579

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال: موږ د وچې مېوې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابروو

۳ ورځې پیش
142354657

د کابل – مسکو شرکت د افغانستان د سرب او جست په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري

۳ ورځې پیش

آخرین اخبار مهم

طالبان : فرصت بی نظر سرمایه گذاری در افغانستان فراهم است

۱۷ دقیقې پیش
طالبان : فرصت بی نظر سرمایه گذاری در افغانستان فراهم است

درگیری مرزی میان طالبان و نظامیان پاکستانی در قندهار

۲ ساعتونه پیش
درگیری مرزی میان طالبان و نظامیان پاکستانی در قندهار

مقام طالبان: همگی برای حفاظت از جنگل‌های کشور مسئولیت داریم

۴ ساعتونه پیش

وزیر مهاجران طالبان: هر فرد باید علوم دینی و عصری را فرا گیرد

۶ ساعتونه پیش

توافق ایران و افغانستان برای فعال‌سازی بندر چابهار و توسعه روابط اقتصادی و تجاری

۶ ساعتونه پیش
توافق ایران و افغانستان برای فعال‌سازی بندر چابهار و توسعه روابط اقتصادی و تجاری

تاکید مقامات طالبان و روسیه به گسترش همکاری دیپلماتیک و اقتصادی

۲۱ ساعتونه پیش
تاکید مقامات طالبان و روسیه به گسترش همکاری دیپلماتیک و اقتصادی

ریچارد بنت از تصمیم تاریخی دادگاه اروپا برای حمایت از زنان افغان استقبال کرد

۲۳ ساعتونه پیش
ریچارد بنت از تصمیم تاریخی دادگاه اروپا برای حمایت از زنان افغان استقبال کرد

طالبان: نشست «فارمت مسکو» پیشرفت خوبی برای افغانستان و منطقه بود

۱ ورځ پیش

گزارش و مصاحبه

الگوی شجاعت و آزادگی از میان ما رفت!

الگوی شجاعت و آزادگی از میان ما رفت!

۱ اونۍ پیش
۱۴:۴۹ - میزان ۸, ۱۴۰۳
Screenshot 2024-09-25 224628

محمد داوود افشار:امریکا باخروج خود به دنبال بحران در افغانستان بود

۲ اونۍ پیش
۲۲:۵۰ - میزان ۴, ۱۴۰۳
چالش‌های جاری در کشور

چالش‌های جاری در کشور

۱ میاشت پیش
۲۰:۱۱ - سنبله ۴, ۱۴۰۳
IMG-20240823-WA0006

نمایشگاه تولیدات و فرآوردهای داخلی  افغانستان امروز در کابل گشایش یافت

۱ میاشت پیش
۰۴:۱۲ - سنبله ۴, ۱۴۰۳
محب الله نوری

گفتگو با داکتر محب الله نوری :بی کفایتی تعدادی از رهبران افغانستان یکی از عوامل سقوط بود

۲ میاشتی پیش
۲۱:۴۴ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
esmatullahi

مصاحبه اختصاصی با دکتر عصمت الهی

۲ میاشتی پیش
۲۰:۰۹ - اسد ۳۰, ۱۴۰۳