د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، امرالله صالح، د سه شنبې په ورځ (۱۸ د قوس)، د قطر د بهرنیو چارو وزیر د هغه څرګندونو په اړه چې قطر د افغانستان د سولې په رامنځته کولو کې خپل رول یاد کړی، وویل چې باید دوحې ته یادونه وسي چې دوی د جګړې په کلونو کې هغه ډلې ته ځواک ورکړ چې د افغانستان د نورو خلکو پر وړاندې یې عمل کاوه او تراوسه هم د هغوی ملاتړ کوي.
صالح ټینګار وکړ چې قطر په افغانستان کې د جګړې په جریان کې د «ظالم او وحشيترینې ډلې» تر څنګ ودرېد، او د دې ملاتړ پایله یې نه د سولې ټینګښت، بلکې د یوې ډلې پیاوړتیا وه، کومې چې نن شاوخوا ۲۰ میلیونه ښځې او انجونې د زدهکړې، روغتیايي خدماتو او په عامه ژوند کې د فعال ګډون له حقه محرومې کړي دي.
هغه د قطر دولت ته په یوه پوښتنه کې ولیکل: «ایا دا د اسلامي شریعت هغه نسخه ده چې تاسو مالي او مشروع ملاتړ ورته ورکړی؟»
امرالله صالح باور لري چې قطر په دې بهیر کې هېڅ ویاړ نه لري او «باید د طالبانو ډلې سره د مرستې له امله شرم او پښیماني احساس کړي».




