امرالله صالح: طالبان د تاریخ ستر غصب کوونکي دي

امرالله صالح، د پخواني حکومت د ولسمشر مرستیال ، طالبانو ته د «تاریخ ستر غصب کوونکي» په توګه اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه ډله « خپل جرمونه د ږېرې، لونګۍ او د دیني ریاکارۍ تر شا پټوي.»
امرالله صالح: طالبان د تاریخ ستر غصب کوونکي دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، امرالله صالح د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د لایحې د تصویب له امله مننه وکړه چې هدف یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د مرستو د جریان مخنیوی دی. هغه د طالبانو یادونه وکړه چې دغه ډله د تاریخ ستر غصب کوونکي دي او خپل جرمونه د مذهبي ظاهري بڼې تر شا پټوي.

امرالله صالح د جمعې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه کې د امریکا د سنا مجلس د غړو او د بورچت ټیم ،  هڅې وستایلې او هیله يي څرګنده کړه چې «د دې لایحې د پرمختګ په صورت کې، د غیر حکومتي نفوذ غوښتونکو  ادارو له خوا هېڅ ډول تېښتې لاره نه رامنځته کېږي او په هېڅ عذر طالبانو ته پیسې نه ورکول کېږي.»

هغه زیاته کړه چې د امریکا د مرستو له ټولیزو بسته‌وو څخه، شاوخوا ۱۱۰ میلیون ډالر د طالبانو په خزانه کې شتون لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې لایحه تصویب کړه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا مرستې ودروي. که دا لایحه قانون سي، لږ تر لږه ۶۳۱ میلیون ډالر چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره ټاکل سوي دي، د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت ته ستنېږي.
مخکې له دې، د ۱۴۰۲ کال د جدی په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګار) ته تایید ورکړ چې هر ۱۰ تر ۱۴ ورځو پورې، ۸۰ میلیون ډالر نقدي پیسی د طالبانو تر کنټرول لاندي  افغانستان ته لیږدول کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x