امرالله صالح: د طالبانو وروسته افغانستان لپاره چمتو اوسئ

امرالله صالح: برای افغانستانِ پس از طالبان آمادگی داشته باشید

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د اختر په مناسبت په خپل ایکس پاڼه کې په خپاره شوي پیغام کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک باید د طالبانو وروسته په راتلونکي باور ولري او د “بریالي سهار” په وخت کې د هیواد د مشرۍ لپاره ځانونه چمتو کړي.

صالح د طالبانو حکومت غیرقانوني ګڼلی او ویلي یې دي چې دا ډول نظامونه نه یوازې ثبات نه راوړي، بلکې خلک له اعتبار او سوکالۍ څخه هم محروموي.

هغه د طالبانو اوسني وضعیت ته په اشارې سره وویل چې دا ډله په یوه سیاسي بندون کې ده چې ورځ تر بلې ژورېږي.

پخواني مرستیال ولسمشر د طالبانو له خوا پر لګول شویو کلتوري محدودیتونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د نوروز په بندیز لګولو سره، دې ډلې له خلکو څخه د لمانځنې او خوښۍ روحیه اخیستې او حتی د اختر فضا یې هم اغیزمنه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه