امرالله صالح: د افغانستان د مشروع ولسمشر په توګه به خپلې دندې ته دوام ورکوم

امرالله صالح: به عنوان رئیس‌جمهور قانونی افغانستان به وظایفم ادامه می‌دهم

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح له افغانستانه د پخواني ولسمشر له تېښتې وروسته اعلان وکړ چي د اساسي قانون له مخې نوموړی اوس د هېواد قانوني ولسمشر دی او خپلې دندې ته دوام ورکوي. امرالله صالح په یوه پیغام کې ټینګار کړی: د هېواد د اساسي قانون له مخې، که ولسمشر له هېواده وتښتي، د ولسمشر لومړی مرستیال یې مشري پر غاړه لري. زه به په دې موقف کې خپلو دندو ته دوام ورکړم. هغه زیاته کړه: ما خپل ټول توان د خپل هیواد د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره ورکړ. زه تل د خپلو خلکو او خاورې په خدمت کې یم او پاتې به شم.

بیشتر بخوانید:  عبدالرحمن راشد د مهاجرینو د چارو د معین په توګه خپله دنده پیل کړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه