المان ۱۴۱ افغان پناه‌غوښتونکي له پاکستان څخه هانوفر ته ولېږدول

د المان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۴۱ افغان پناه‌غوښتونکي، چې پکې د الماني بنسټونو پخواني همکاران هم شامل دي، له اسلام‌اباد څخه هانوفر ته انتقال سوي دي.
المان ۱۴۱ افغان پناه‌غوښتونکي له پاکستان څخه هانوفر ته ولېږدول

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد د بهیر په دوام، د دوشنبې په ورځ (د جدي لومړۍ نېټه) ۱۴۱ کسیزه نوې ډله د پاکستان له اسلام‌اباد ښار څخه هانوفر ته انتقال سوه.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخې، په دې ډله کې هغه افغان وګړي شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د پخواني حکومت له سقوط وروسته، د المان له دولتي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ له امله د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه، خو په دې موده کې په پاکستان کې مېشت وو.

الماني چارواکو ویلي چې دا لېږد د المان د حکومت د چټک سوي پروګرام برخه ده، چې موخه یې له افغانستان سره د ګاونډیو هېوادونو څخه د پخوانیو محلي همکارانو او د هغوی د کورنیو د غړو ایستل دي. د دوی په وینا، دا اقدام د هغو کسانو پر وړاندې د المان د اخلاقي او انساني ژمنو د پلي کېدو په موخه ترسره کېږي، چې د نړیوالو ځواکونو د حضور پر مهال یې له دې هېواد سره همکاري کړې وه.

دا بهیر په داسې حال کې دوام لري چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو سیاسي او امنیتي فشارونه زیات سوي او ډېری یې د نیول کېدو یا جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د المان حکومت تر دې وړاندې هم زرګونه افغان پناه‌غوښتونکي، یا په مستقیم ډول او یا د درېیمو هېوادونو له لارې، له پاکستان څخه انتقال کړي او اعلان یې کړی چې دا بهیر به په راتلونکو میاشتو کې هم دوام ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x