د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې هغه افغان کډوال چې د ځانګړو مهاجرتي ویزو لپاره وړ دي، هیواد ته د سفر له بندیز څخه معاف دي.
د سرچینې په وینا، دا معافیت دوی ته اجازه ورکوي چې په متحده ایالاتو کې د استوګنې لپاره خپل قونسلګرۍ پروسیجرونه تعقیب کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټیمي بروس پرون (سه شنبه، د جوزا په ۲۰مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د SIV ویزې غوښتنلیکونو بیاکتنه په ټوله نړۍ کې د امریکا په ټولو سفارتونو او قونسلګریو کې دوام لري.
دا پروسه د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره ډیزاین شوې چې د امریکا ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.