د افغان ایواک بنسټ (د کډوالو ملاتړی بنسټ) اعلان کړی چې په رسمي لیک سره یې د امریکا له لوړ پوړو چارواکو له ډلې د بهرنیو چارو، دفاع او داخلي امنیت وزیرانو څخه یي غوښتنه کړې چې د افغانستان د پناه غوښتونکو د منلو بهیر بیا پیل او بیاکتنه وسي.
دغه کډوالو ملاتړي بنسټ په دې لیک کې ټینګار کړی چې سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ راهیسې د افغانستان اړوند سیاستونو کې لوی بدلونونه راغلي، د امریکا حکومت لاهم د هغو افغانانو د لیږد په اړه چې په خطر کې دي، د خپلو ژمنو روښانه ارزونه نه ده وړاندې کړې. د افغان ایواک په وینا، د قانوني کډوالي لارې ځنډول یا محدودول جدي اندیښنې د شفافیت، اداري همغږۍ او د کانګرس غوښتنو ته د ژمنتیا په اړه رامنځته کړي دي.
په دې لیک کې راغلي چې د «امریکا ته ښه راغلاست» پروګرام درېدل د پخوانیو افغان همکارانو لپاره ګډوډي او پراخې ستونزې رامنځته کړي او هغوی یې په ناڅرګنده وضعیت کې پرېښي دي.
افغان ایواک همدارنګه ګڼې ستونزې یادې کړي دي؛ له دې جملې څخه د ویزو د ورکولو ځنډ، د ځینو انتقالي پروسو ځنډ، د امریکا د تابعیت او کډوالي ادارې کې د دوسیو د څېړنې اوږدوالی، د یو شمېر افغانانو لپاره د موقتي ساتنې د وضعیت پای ته رسېدل، د کورنۍ د غړو د یو ځای کېدو پروسه درول، او حتی د ځینو قانوني اسنادو لرونکو کسانو بندي کول یا سخت نظارت شامل دي.
د دې بنسټ په وینا، دا وضعیت د زرګونو افغانانو ژوند بېثباته او نامعلوم کړی او د راتلونکي لپاره پلان جوړول یې ستونزمن کړي دي. افغان ایواک همداراز خبرداری ورکړی چې د امریکا د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ کموالی د ناسمو معلوماتو خپرېدو او د اوازو د زیاتېدو سبب ګرځېدلی دی.
د دې بنسټ مشر ټینګار کړی چې د هغو افغانانو د کډوالۍ دوسیې چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې، سیاسي موضوع نه ده؛ بلکې د امریکا اعتبار، ملي امنیت او د دې هېواد اوږدمهاله ژمنو پورې اړه لري. د دې لیک د لېږلو موخه، له امریکا حکومت سره رغنده تعامل او د هغو افغانانو وضعیت او ستونزو ته پاملرنه کول دي چې په وروستیو پرېکړو کې د خطر سره مخ سوي دي.
په همدې حال کې، د واشنګټن په ښار کې د رحمنالله لکنوال لخوا د امریکا د ملي پولیسو پر ځواکونو د ډزو وروسته، د ډونالډ ټرمپ حکومت د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې محدودیتونه ډېر کړل او هغوی یې د احتمالي امنیتي ګواښ په توګه معرفی کړل. د دې سیاستونو له مخې، د افغانانو لپاره دایمي استوګنځای او تابعیت ورکول تر نامعلومې مودې ځنډول سوي دي. مخکې هم د ۱۲ هېوادونو ته ، له افغانستان سره یوځای، امریکا ته د ورتګ اجازه بنده سوې وه.
د راپورونو پر بنسټ، په اوس وخت کې لسګونه زره افغانان چې د بیا مېشتېدنې لپاره وړ دي، د پناه غوښتونکو یا ځانګړي مهاجرت ویزې ترلاسه کولو په انتظار کې دي، او لا هم امریکا ته د لیږد په تمه دي.



