افغان ایواک: د امریکا نوې تګلارې د افغان پناه‌غوښتونکولپاره د مرګ حکم دی

د افغان ایواک سازمان د امریکا د تازه مهاجرتي پالیسۍ په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د افغان پناه‌غوښتونکو د منلو د بهیر درول او د کورنیو د یو ځای کېدو پروسه بندول، د زرګونو هغو کسانو لپاره چې له ګواښ سره مخ دي، د «مرګ حکم» معنا لري.
افغان ایواک: د امریکا نوې تګلارې د افغان پناه‌غوښتونکولپاره د مرګ حکم دی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛افغان ایواک چې د افغان پناه‌غوښتونکو ملاتړې سازمان دي، په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د حکومت نوې پالیسي د اندېښنې وړ ده او دا پرېکړې په عملي ډول د هغو زرګونو افغانانو د ژوند برخلیک له منځه وړل دي، چې د پناه‌غوښتنې شرایط لري. په اعلامیه کې ویل سوي چې متحده ایالاتو د هغو افغانانو د منلو او کورنیو د یو ځای کیدو بهیر درولی چې د پناه غوښتنې قانوني شرایط لري؛ خو د دوی د راتلونکي په اړه هېڅ ډول وضاحت او شفافیت نه وړاندې کېږي.

افغان ایواک دغه پرېکړه «غیر انساني» بللې او ټینګار یې کړی چې زرګونه افغانان چې د امریکا له ځواکونو سره د همکارۍ یا د طالبانو د امنیتي ګواښونو له امله په خطر کې دي، اوس په بشپړه توګه په ناڅرګنده او خطرناکه وضعیت کې ژوند کوي. دغه سازمان له امریکا غوښتنه کړې چې پر هغو اخلاقي او انساني تعهداتو دې ودرېږي چې د افغان همکارانو په وړاندې یې لري، او باید ژر تر ژره د مهاجرتي دوسیو د ارزونې په بهیر کې روڼتیا، چټکتیا او عدالت تضمین کړي. افغان ایواک همدارنګه له نړیوالو حقوقي بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د یوې احتمالي بشري فاجعې د مخنیوي لپاره پر امریکا فشار راوړي څو خپلې نوې مهاجرتي پالیسۍ بېرته وڅېړي او اصلاح یې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x